فراه کې لسګونه بېځايه شوې کورنۍ سرپناه غواړي
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

No details availableارشيف
کډوالي

فراه کې لسګونه بېځايه شوې کورنۍ سرپناه غواړي

فراه ښار (پژواک ٨ لېندۍ ٩١): د فراه په مرکز کې نږدې ٢٠٠ بېځايه شوې کورنۍ وايي، دولت يې کورونه نړولي او اوس په ساړه موسم کې د اوسېدو لپاره ځاى نه لري.

د دغو کورنيو ملاامام عبدالقيوم، چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې، تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ١٩٧ کورنۍ د دغه ولايت له بالابلوک، ګلستان او بکوا ولسواليو او هرات او بادغېس ولايتونو څخه د نا امنيو، وزګارتيا او نورو ستونزو له امله شاوخوا لس کاله مخکې د فراه مرکز ته راغلي او په شپږمه ناحيه کې مېشت دي.

دغو کورنيو د شپږمې ناحيې په ياده سيمه کې لنډمهاله خټين کورونه جوړ کړي دي.

ملا عبدالقيوم، چې د ګلستان له نا امنې ولسوالۍ څخه دې سيمې ته راکډه شوى، وايي، چې دغو کورنيو د اړتيا له مخې په دې سيمه کې د ځان لپاره کورونه جوړ کړي وو.

هغه وايي، شاوخوا لس ورځې مخکې حکومتي چارواکو خبر ورکړ، چې يادې کورنۍ دغه سيمه پرېږدي، خو کورنيو ځکه دغه کار ونه کړ، چې د اوسېدو لپاره بل ځاى نه لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د فراه د چارواکو په امر د لړم په شپږمه د دغو کورنيو د کورونو ځيني دېوالونه په لوډر ونړول شول او اوس دغه کورنۍ اړې دي چې دا سيمه پرېږدي.

دى مني چې ياد کورونه پر دولتي ځمکه جوړ شوي، خو زياتوي چې حکومتي چارواکو بايد په دغه ساړه موسم کې دغه کورونه نه واى نړولي.

د ده په وينا، حکومت له يادو کورنيو څخه يواځې ٢١ کورنيو ته د فراه د هوايي ډګر شا ته د کډوالو د ښارګوټي تر څنګ يوه، يوه درې بسوه يي نومره ورکړې خو پاتې نورو ته ځمکه نه ده ورکړل شوې.

دغه ملاامام وايي، چې دى هم په يادو ٢١ تنو کې شامل دى، خو د ده په ګډون دغه کسان پر ياده ځمکه د کورونو د جوړولو وس نه لري.

هغه چې د خپل نړول شوي کور د کاليو په ټولولو لګيا و، ويې ويل، ځيني کورنۍ له دې سيمې د خپلو خپلوانو کره تللي او يو شمېر چې د ځمکې نومرې يې ترلاسه کړې، د هوايي ډګر سيمې ته تللي دي.

عبدالقيوم وايي، دى هم اړ دى چې د سرپناه تر پيدا کولو له خپلوانو کره کډه ولېږدوي.

ده له دولت څخه وغوښتل، چې ټولو بېځايه شوو کورنيو ته ځمکه ورکړي او د کورونو د جوړولو لپاره هم ورسره نغدي مرسته وکړي.

دى وايي، چې بېځايه شوو کډوالو په اوسني ځاى (شپږمه ناحيه) کې د ځانونو لپاره کاروبار لکه مزدوري، د سړک پر غاړه د توکو پلورل او داسې نور پيدا کړي وو او ماشومان يې هم په ښوونځيو کې زده کړې کولې.

د ده په وينا، هوايي ډګر ته څېرمه سيمه کې به دغه کورنۍ له ستونزو سره مخ شي؛ ځکه چې هلته نه ښوونځى شته او نه هم د کاروبار اسانتياوې.

ياده سيمه د ښار له مرکز څخه شاوخوا ٧ کيلومتره لرې پرته ده.

عبدالقيوم وايي، چې که دغه کورنۍ هغې سيمې ته ولېږدول شي، نو د نورو ستونزو ترڅنګ به د هغوى ٣٥٠ ماشومان چې ١٢٨ يې نجونې دي، له زده کړو بې برخې شي.

د شمايلې په نوم يوه کونډه چې پنځه کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره د دغه ولايت د پشت رود ولسوالۍ له نانيدک کلي څخه دې سيمې ته راغلې، وايي: "زموږ په سيمه کې مکتب نه و، دلته ځکه راغلو چې درې لمسيان مې مکتب ووايي."

دا چې مېړه يې پر افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال وژل شوى، هم وايي، چې د کور ځيني دېوالونه يې د ولايتي چارواکو په امر نړول شوي او په دې ساړه موسم کې سرپناه نه لري.

دې په داسې حال کې چې د خپل کور د کاليو په ټولولو لګياه وه، وويل، دولت نه ورته ځمکه او نه يې هم د اوسېدو لپاره کومه خېمه ورکړې ده.

شمايلې په ژړا، ژړا کې زياته کړه: "کور مو يې ړنګ کړ، حيرانه يم چې څه وکړم او چېرته ولاړ شو."

هغې وويل، زوى يې په ګلستان ولسوالۍ کې پوليس سرتېرى دى او دا مهال همالته پر دنده بوخت دى.

د دغه ولايت د کډوالو چارو مشر رحم الدين ګرديوال وايي، چې له يادو بېځايه شوو کورنيو څخه ٢١ کورنيو ته ځمکه او شل خېمې ورکړل شوې دي.

ده وويل، چې دغه رياست دا مهال له دغو کسانو سره د مرستې لپاره نور امکانات نه لري.

د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندى وايي، چې بېځايه شوو کورنيو پر دولتي ځمکه پر خپل سر کورونه جوړ کړي دي.

هغه په دې اړه چې ولې په دې سړه هوا کې د يادو کورنيو د کورونو د نړولو اقدم شوى، وويل، چې حکومت ياد کورونه نه دي نړولي ، بلکې لس ورځې مخکې يې کډوالو ته خبر ورکړى چې دغه سيمه پرېږدي.

دى وايي ټاکل شوې ده چې پر ياده دولتي مځکه د ولايت د مقام لپاره ودانۍ جوړه شي .

ژوندي وويل، چې يو ځل تېر کال له يادو بېځايه شويو کورنيو څخه وغوښتل شول، چې دغه سيمه پرېږدي، خو هغه وخت يې هم د ژمي سړه هوا پلمه کوله او تر اوسه له دې ځاى څخه نه دي تللي.

 دى وايي، په پام کې ده چې يادو ټولو کورنيو ته د هوايي ډګر په سيمه کې يوه، يوه نومره مځکه ورکړل شي.

دغه راز د والي وياند وويل، اړوند ولايتي چارواکي له مرسته کوونکو موسسو سره په اړيکه کې دي، تر څو له دغو کورنيو سره اړينې مرستې وکړي.


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب